امنیت

يو اتيا تنه ډار اچوونکي ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
دهېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو  پرون دهېواد په  پنځلسو ولايتونو کې  دعملياتو په بهيرکې   يو اتيا تنه ډار اچوونکي ووژل  .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دهېواد دفاعي  او امنيتي ځواکونو  دهوايي او  توپچي ځواکونوپه ملاتړ  دننګرهار ،. کونړ ، غزني ، پکتيکا ، قندهار ، روزګان ، بادغيس ، غور ،     فراه   ، هرات   ، فارياب ، سرپل  ، بغلان ، کندز  او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  عمليات ترسره کړل  چې دهلمند ولايت دلښکرګاه ښار  دبشران  ، بولان  او دخشيو دکليو په مربوطاتو کې   دملا سالم  او د صوبه دار په نومونو   دطالبانو د دوو تنو قوماندانانو په  ګډون   اووه ديرش تنه ياغي طالبان ووژل   او   اووه تنه نور يې ټپيان کړل.او دننګرهار ولايت داچين  او دروداتو دولسواليو په مربوطاتو کې يې  د يوولسو  تنو داعشيانو په  ګډون څوارلس تنه ډار اچوونکي ووژل .
دغه راز دغزني ولايت  دقره باغ  ، خواجه عمري او دمقر دولسواليو  په مربوطاتو کې  ددولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول  او دروزګان ولايت دترينکوټ ښار دسرخ مرغاب دساحې په مربوطاتو کې  اته تنه  ډار اچوونکي ووژل شول او دهرات ولايت   دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  لس تنه ياغي ط البان ووژل شول او اتلس تنه نور يې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته