ورزش

دافغانستان او دقرغزستان دفوټبال دنولس کلنو ځوانانو ټيمونه لوبه کوي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
دهيواد دفوټبال دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم نن له غرمې وروسته خپله دويمه لوبه دقرغزستان دنولس کلنو ځوانانو له ملي ټيم سره ترسره کوي.
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو مسوول علي کاظمي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ په ازبکستان کې د آسيا دمرکز دفوټبال دسياليو په دوام ترسره کيږي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : دهيواد دفوټبال دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم پرون لومړۍ لوبه د ازبکستان له ملي ټيم سره وکړه چې لوبه دصفر په وړاندې په دوو سره د ازبکستان ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته