امنیت

د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ په مانوکي سيمه کې پرون د طالبانو او داعش د ډلو ترمنځ دوسله والو نښتو له امله څلور تنه ووژل شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه جګړه پرون دچپرهار ولسو الۍ په مانوکي سيمه کې دوسله والو مخالفينو ډلو ترمنځ ونښته چې له امله يې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دپيښې په سيمه کې څو تنه ملکي وګړي د داعش له ډلې سره دلاس لرلو په تور دوسله والو طالبانو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته