سیاست

جمهور رئیس غني د ډنمارک د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر د وږي د مياشتې ١٤ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د ډنمارک شاهي هيواد د نوي سفیر جاکوب بریکس تینج باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې  ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د باورلیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن  له غرمې مخکې په ارګ کې پرځاى شول، د هېواد د جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د ډنمارک نوي سفیر، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني جاکوب بریکس تینج ته د ښه راغلاست ترڅنګ په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د ډنمارک هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
په مقابل کې د ډنمارک شاهي هيوادنوي سفیرپه افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې د خپل ماموریت پرمهال به هڅه وکړي، د دواړو هېوادونو اړیکې د پخوا په پرتله زیاتې پراخې شي.# ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته