امنیت

دوه تنه د دوو موټرسايکلونو دغلا په تور ونيول شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١  :
دپروان ولايت دپوليسو له خوا  دوه تنه  د دوو موټرسايکلونو دغلا په تور ونيول شول.
دپروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ چې ددغې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دمديريت دپوليسو دهڅو او هاند له امله  دوه تنه غله چې دپروان ولايت په مرکز پورې اړوند دملاخيل لغماني دکلي  اصلي اوسيدونکي دي  په  چاريکارو ښارکې دفقيرزاده کورس له  ساحې څخه د دوو موټرسايکلونو دلوټولو په وخت کې  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دمديريت دپرسونل  له خوا ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې نيول شوي کسان دپوليسو ترپوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته