کابل باختر د زمري لومړۍ:
په کونړ ولايت کې د داعشيانو او طالبانو د ډلو د افرادو ترمنځ جګړه دوام لري.
تر اوسه پورې په دغو جګړوکې له دواړو لورو څخه په لسګونه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او يوشمېر نور يې د سيالو ډلو له خوا نيول شوي دي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه جګړې لومړى په چپې درې ولسوالۍ کې پيل شوې او لمن يې دکونړ په زياتو سيموکې پراخه شوې ده .
دهېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په نويو جګړوکې شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ده وويل: جګړه د چپې درې ولسوالۍ په لرو پرتو سيموکې د پراختيا غوښتنې او د عشر او زکات په نامه له خلکو څخه په زور د اخستل شويو پيسو د ويش د څرنګوالي پرسر پيل شوې ده او دوام لري .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغو جګړوکې ډار اچوونکو ديو اوبل په کورونو بريدونه کړي او سوځولي يې دي .
ختم_ ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل