کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
په قندهار ولايت کې پرون د افغان پوځيانو د بريد په بهيرکې څلورتنه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول.
دغه يرغلګرو هوډ درلود چې دپنجوايي د ولسوال دکار په دفتر بريد وکړي.
دقندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى ضيا الرحمن دراني باخترآژانس ته وويل: څلوروتنوځانمرګو يرغلګرو د پنجوايي ولسوالۍ ودانۍ ته له رسيدو مخکې کله چې وپوهيدل امنيتي مامورين دوى وپيژندل؛ د تلوکان سيمې خوا ته وتښتدل او له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
ويل کيږي چې د دوى ځانمرګي واسکټونه اوجنګي وسايل د پوليسو لاس ته ورغلل.
ديادونې وړ ده چې دوه مياشتې مخکې هم په پنجوايي ولسوالۍ کې دوه تنه ځانمرګو يرغلګرو ددغه سيمه ئيز مسوول پرخلاف ناوړه قصد درلود چې د افغان ځواکونو د ډزو په بهيرکې ووژل شول.
1 1 دقیقه لوستل