ټولنه

د ډاډ ګیرنې پيغام

کابل_باختر د وري د مياشتې ١٤ مه
د هرات ولايت پر لويه لار د ترافيکي پېښو د قربانيانو په اړه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنيرمحمدخان د خواشينۍ او ډاډ ګیرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هرات – تورغونډۍ پر لويه لار، په ټرافیکي پېښوکې ګڼ شمیر هيوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي.
د هېواد پر لويو لارو د ترافيکي پېښو زياتېدل د اندېښنې وړ دی، که څه هم يو لامل يې د سرکونو خرابوالی کېدای شي، خو له بلې خوا د غير مسلکي موټر چلوونکو بې پروايي د دغو پېښو عمده لامل دی، د ټولو ولايتونو د ټرافيکو مسئولين دې د دغو پېښو د مخنيوي په خاطر جدي او مناسب ګامونه پورته کړي، تر څو د هېواد پر لويو لارو مسافرين بې خطره تګ راتګ وکړای شي.
په پای کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه، د دغو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نورو پېښو له امله  شهيدو شويو هېوادوالو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د سملاسي او بشپړې روغتيا او کورنيو ته يې د زړه صبرغواړم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته