امنیت

د لغمان په مهترلام ښارکې د بم د چاودنې له امله شپږ تنه ټپيان شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٣
د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښارکې د بم دچاودنې له امله د څلورو تنو ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه ټپيان شول .
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې يو رستورانټ ته څېرمه د سراج باغ په سميه کې هغه وخت وشوه چې خلک د ډوډۍ په خوړلو بوخت وو.
د لغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه پوليسان او څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان د دغه بم ايښودنې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي .
په همدې حال کې د لغمان د يوه روغتون ډاکترانو د دغې چاودنې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته