امنیت

درې تنه وسله والو طالبان په لوګر ولايت کې ووژل شول او پنځه تنه نورييې ونيول شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
درې تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې تيره  شپه دافغان او بهرينو ځواکونو دګدو عملياتو له امله  ووژل شول او پنځه تنه  نور وسله وال طالبان ونيول شول .
دڅرخ ولسوال عبدالحميد باختر آژانس ته وويل:  دغه عمليات دڅرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې اته ساعته دوام  درلود چې له امله  يې دوسله والو طالبانو ديو قوماندان زاهد  په ګډون درې تنه  ووژل شول او پنځه تنه نوروسله وال طالبان ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه :  په دغو عملياتو کې ملکي کسانو او په عملياتو کې شاملو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته