ښوونه او روزنه

دنجونو لپاره لومړني خصوصي تعليمي او تاسيسي مرکز پرانستل شو .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دمورا په نامه دنجونو لپاره لومړنۍ  خصوصي تعليمي او تاسيسي  مرکز نن دهېواددلومړي ميرمنې رولاغني او دلوړو زده کړو اوپوهنې دوزيرانو له خوا په کابل ښار کې پرانستل شو .
دلوړو زده کړو وزارت دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ددغه مرکزدپرانستلو په غونډه کې  دهېواد لومړي ميرمنې وويل چې افغاني اواسلامي ارزښتونو او دهېواد اوسنيوشرايطو ته په پاملرنې سره دغه اقدام دنجونو دتعليمي او تحصيلي اړتياو د لرې کولو لپاره يو ګټور او ارزښتناک ګام دى او ميرمنو او نجونوته دخدمت په برخه کې يوښه برياليتوب بلل کيږي
  رولاغني  دغه مبارک  حديث ته  په اشارې سره( هر نارينه چې لور ولري او هغې ته په ښه توګه تعليم ورکړي  او په ښه توګه ادب  ورته زده کړې لوى خداى ( ج )  دوه ځلې ورته نيکي ورکوي .
ددغه مرکز له برخه والو څخه وغوښتل چې ښه زده کړه وکړي اوښه راتلونکي وټاکي .
وروسته دلوړو زده کړو وزيرې پوهنوالې  ډاکترې فريدې مومند نجونو ته دعلم اوپوهې دزده کړې لپاره دزمينو دبرابرولو داړتيا او دهېواد په اوسنيو ستونزو په برياليتوب کې دهغوى درول په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دلوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې يولړبريالي   اقدامات ترسره کړي .
دې زياته کړه چې دکانکور له لارې په تحصيلي بنسټونو کې دنجونو دجذب زياتوالي په تحصيلي بنسټونوکې دنجونو دځورونې دبندولو دپاليسۍ تطبيق ، ليليو او د بورسونو دويش  بهير ته پاملرنه ددغو کړنو نښه نښانه ده او په دې برخه کې زموږ هلې ځلې دوام لري .
دلوړو زده کړو وزيرې هيله وکړه چې دمورا تعليمي او تحصيلي مرکز له اوسنيو معيارونوسره سم دپوهې دمحور او دڅيړنې دمحور دټولنې داړتياو په پام کې نيولوسره دتعليمي او تحصيلي خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې په برياليتوب سره وځليږي .
دپوهنې وزير ډاکتر اسد لله بلخي  هم دخبرو په ترڅ کې دتعليمي خدمتونو په معياري والي ټينګار وکړ او ويې ويل چې همدا اوس کابو ١٢٠٠  خصوصي او تعليمي  بنسټونه په هېواد کې فعاليت کوي  او دغه بنسټونه به دپوهنې وزارت دنوي جوړشوي وزارت له خوا کنترول او وڅارل شي .
ده دمورا دټولنې جوړول يو ارزښتناک ګام وباله  او په هېواد کې يې دنمونوي  او معياري ښوونځيو دجوړولو لپاره ددغه وزارت دپروګرام خبر ورکړ .
دمورا دتعليمي او تحصيلي مرکز درييس پوهنمل ډاکتر عزيز الله امير دڅرګندونوله مخې په دې مرکز کې ټول تعليمي او تحصيلي خدمتونه  دښځو له خوا ښځو ته وړاندې کيږي اومورا دوړکتون ، ليسې ، دروغتيايي علومو دانستيتوت په لرلو سره دمعالجوي طب ، اداري او سوداګرۍ ، کمپيوتر ساينس  ښوونې ارو وزنې ، عالي قابلګى  ، دطبي تکنالوژي  څانګې او څو نورې څانګې لري .  دغه مرکز د ٩٦٠ تنو محصلانوپه ظرفيت سره، روغتون  ،سمبال کتابتون ، لابراتوارونه او نور ضروري ملحقات لري چې دشل جريبه ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته