ورزش

د پغمان د ځوانانو د فوټبال ټيم اتل شو

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٩

د پغمان د ځوانانو د فوټبال ټيم د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د مني د سياليو اتل شو.

دغه ټيم په وروستۍ لوبه کې وکولاى شو د يوې په وړاندې په دريو سره د آريانا ټيم ته ماتې ورکړي او اتل شي.د دغه ټيم لوبغاړو د يوې ښې او يرغليزې لوبې په ترسره کولو سره توپ او ډګر په واک کې درلود.

د پغمان د ځوانانو د ټيم سرښوونکى ذکي اميري وايي: د دغه ټيم د لوبغاړو هلې ځلې او ښه لوبه په دغو سياليوکې د دوى له برياليتوب څخه دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته