امنیت

د طالبانو هغه قوماندان چې د خلکو ګوتې يې غوڅې کړې؛ ووژل شو

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٦
د وسله والوطالبانو د ډلې هغه قوماندان چې دوه ورځې مخکې يې د انتخاباتو د دويم پړاو د ترسره کولو په وخت کې د هرات ولايت د رباط سنګي د ولسوالۍ د يوولسو تنو اوسيدونکو د لاسونو ګوتې غوڅې کړې وې؛ د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د ياغي طالبانو سيمه ييز قوماندان ملاشير آغا چې د هرات ولايت د يوولسو تنو اوسيدونکو د لاسونو د ګوتو په غوڅو لوکې لاس درلود؛ ووژل شو.
د طالبانو دغه سيمه ييز قوماندان قوماندان د غبرګولي د مياشتې په ٢٤ مه نيټه د هرات ولايت د رباط سنګي ولسوالۍ د يوولسو تنو اوسيدونکو د لاسونو ګوتې د انتخاباتو په بهيرکې دګډون له امله غوڅې کړې دي.
قوماندان ملاشير آغا پرون له خپل يو همکار سره د رباط سنګي ولسوالۍ په حق آبه کلي کې د ملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې ووژل شو، يو همکار يې ټپي شو او د هيواد امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى. ددغې پيښې د نورو عاملينو د نيولو لپاره د هيواد دامنيتي ځواکونو پلټنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته