امنیت

دکورنيو چارو و زارت ويندوى : د چين د دريو تنواتباعو وژنه يوه مرموزه جنايي قضيه ده

کابلباختر دزمري دمياشتې ٢١ :
سره له دې چې ځينې خبرځايونه د دريو تنو چينايي اتباعو وژنه دانسان تښتونې په يوې پيښې پورې اړونده بولي او ځينو نورو خبرځايونو سياسي رنګ ورته ورکړى دى .
د هيواد دکورنيو چارو په وزارت کې مقامات هغه يوه  مرموزه جينايي پيښه بولي.
دباخترآژانس دخبر له مخي : 
دتيرې پنجشنبې په شپه چې په هيواد کې دنيکمرغه کوچني اختر له لومړى شپې سره برابره  وه د يونارينه او  دوو  ښځو په ګډون درې تنه چينايي اتباع د کابل ښار دڅلورمې ناحيې د ګل سرخ څلور لارې  په سا حه کې  په يوه اپارتمان کې د تومانچې  په  ډزو سره  ووژل شول  او دوه تنه  نور چينايي اتباع بيدرکه شول،  چې وروسته يوتن يي وموندل شو او ددويم شخص په باب تراوسه پورې خبر نه دى ترلاسه شوى . سره له دې چې  دچين دخبري آژانس سينهوا په ګډون ځيني خبرځايونو د هغه د وژل کيدو خبره  هم کړې ده دکابل دپوليسو خبرځايونو دا
کار نه دى تاييد کړى .
په کابل کې د چين د سفارت مقامات په کابل کې د دغه هيواد د دريو تنو اتباعو وژل کيدل تاييدوي
په کابل کې د چين دسفارت سياسي قونسلې ميرمن يانګ رسنيو ته ويلي دي چې ددغې وژنې عوامل دوي ته څرګند نه دي او په دې نه پو هيږي چې دغه جنايتو نه چا کړي دي  .
دې زياته کړې ده چې د افغا نستان امنيتې ارګانونو دغه سفارت ته  ډاډ  ورکړى دى چې عاملين به وپيژندل شي او مجازات به  شي
ميرمن يانګ ټينګار کوي چې وروستي پيښه د چين له پانګونې سره اړيکه نه لري په داسې حال کې چې د چين د سفارت دغه مسووله دخپل هيواد د دريو تنو اتباعو وژل کيدل د چين په پانګوني پورې اړوند نه بولي خو ځينو چينايي رسنيو ددغه هيواد په اتباعو بريداو په افغا نستان کې د هغوي وژل کيدل دهغو هڅو يوه برخه بولي چې چينايي شرکتو نه په افغانستان کې  له پانګونې څخه لاس واخلي  .
چين په افغا نستان کې ډير ستر بهرني پانګې اچونکي دى .
په کابل کي د چين سفارت پخوا په افغا نستان کې دخپل هيواد داتباعو دمصئونيت اود سر د ساتنې غوښتنه کړې  ده  . دچين دولسي جمهوريت دسفارت مقاماتو دغه راز ويلي دي چې دغه پيښه به د افغا نستان اوچين په اړيکو باندې  کومه اغيزه  ونه کړي اودوستانه اړيکي به دپخوا په شان دوام ومومي او چينايي رسنيو دغه پيښه يوه  هدفمنده  وژنه بللې ده  .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  صديق صديقي په دې اړوند وويل ،  چې د دريو تنو چينايي اتباعو وژل کيدل يوه مرموزه  جنا يي پيښه ده .
وژنه ټيک هغه وخت شوې ده چې دغو پنځو تنو يوه ميلمستيا کړي وه  دوه تنه چينايي اتباع له دغې پيښې وروسته بيدرکه شول چې  يو تن يې وروسته ونيول شو او له ده څخه پو ښتنې دوام لري ، سره له دې چې د کورنيو چارو وزارت ويندوى په
دې اړوند زياتي څرګندونې ونه کړې   خو داسې  خبرې کيږي   چې د دريوتنو چينايي اتباعو  وژنه د نظر داختلاف اويا په تجارتي معاملو کې د رامنځته شوې ستو نزي  زيږنده ده  .
دغوپنځو تنو چينايي اتباعو د موبل اوفرنيچر د يو شرکت لپاره کار کاوه  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته