امنیت

شپږ وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول

 کابل / د زمري ۶ مه / باختر
د لوګر د مرکز په دادوخېلو او د محمد آغې ولسوالۍ په لښکر خېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شويدي چې پرون د پل علم دادوخېلو او د محمد آغې ولسوالۍ په لښکر خېلو سیمو کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر سنګرونو برېدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته