نړۍ

په کرا چي ښار کې اووه تنه په ډزو سره ووژل شول

کرا چي باختردچنګاښ ٢٦ مــــــــــــه

ناپيژندل شويو وسله والو کسا نو تيره شپه اود نن سهار په لومړيو کې په کرا چى ښار کې شپږ تنه وژلي او يو مړي هم په دغه ښار کې تر لاسه شوي دي

دغه شپږ تنه د کرا چې ښار دمليراوجناح رود په سيمو کې بندى شوى وو چې دوه تنه يې پيژندل شوي ، خود نورو هويت تر اوسه پوري نه دى مشخص شوى .

دغه راز په ډزو ويشتلي يو مړى چې درې ورځې مخکې وژل شوى د کرا چې ښار د کالو نى دشاه رسول په سيمه کې دپو ليسو لاس ته ورغلى دى

په دغه تاو تريخو الۍ کې څه ناڅه يو تن بل تپي شوى دى

 په کرا چى ښار کې په وروستيو مياشتو کې تاو تريخو الى او نارامي زياتې شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته