امنیت

په کندزکې وژل شوى سړى له طالبانو سره همکارۍ لرله

کابل باختر دليندي شپږمه
  هغه سړي چې پرون دسيمه ئيزو پوليسو له خوا په کندزکې ووژل شو؛ د دولت له وسله والومخالفينوسره همکاري لرله.
ځينو رسنيو د يوخبر په خپرولو سره ويلي وچې په کندزکې يو بزګر د سيمه ئيزو پوليسو له خوا وژل شوى دى؛ خو دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني نن باخترآژانس ته وويل چې دغه سړي دکندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دپوليسو دګزمې په وخت کې له هغه وروسته چې دسيمه ئيزو پوليسو دځواکونو د دريدو د امر پروا ونه کړه او د تيښتې لاره يې غوره کړه؛ ددغوځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
  حسيني څرګنده کړه چې له وژل شوي سړي څخه داسې سندونه ترلاسه شوي دي چې له طالبانو سره  د ده  همکاري ثابتوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته