کابل باختر د زمري دريمه :
دکندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې داحمد شاه مسعودليسې ودانۍ پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .
دخان اباد ولسوالۍ اجراييه رييس قدرت الله صافي دباختراژانس خبريال ته وويل :ددغې ليسې ودانۍ دجګړو له امله ويجاړه شوې وه چې دالمان په مالي مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړه شوه .
صافي زياته کړه :دغه ودانۍ دپوهنې وزارت دملکيت دڅلور جريبه ځمکې په ساحه کې ديو کال په بهير کې ددرې سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده .
ديوه اړوند خبرځاى دڅرګندونوله مخې: دغه ښوونځى دلومړي لمبر منځني ښوونځي په نامه دى او اوس داحمد شاه مسعود ليسې په نامه نومول شوې ده
6 د یوې دقیقې څخه لږ