کابل باختر د چنګاښ نهمه :
د دولت څلور تنه وسله وال مخالفين په فارياب ولايت کې د افغان پوځيانو په هوايي عملياتو کې ووژل شول .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر باختر آژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د دغه ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ د ګرزيوان او حافظ ساى په کليو کې ترسره شول چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نور يې سخت ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې د طالبانو وسايط او جنګي وسايل په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
ختم- عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ