امنیت

د بې پيلوټه الوتکو په بريدونوکې ٤٧٠٠ تنه وژل شوي دي

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٣ :
يوه امريکايي سناتور ويلي دي  چي په افغانستان  او نورو هيوادونو کې  دامريکا دپوځي ماموريت په بهير کې  ٤٧٠٠  تنه وژل شوي دي چې زياتره يې د القاعده ، طالبانو او د نورو تروريستي ډلو پيژندل شوي افراد دي.
باختر آژانس د نړيوالو خبري منابعوله خولې خبرراکړ:
د امريکا له جمهوريت غوښتوونکى ګوند څخه سناتور لنيزي ګراهام چې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو يو سخت پلوي دى؛ وايي چې د وروستيو کلونو په بهيرکې   ٤٧٠٠  تنه په افغانستان ، پاکستان اويمن کې دبې پيلوټه الوتکو دبريدونوله امله وژل شوي دي.
دى ټينګار کوي چې زياتره وژل شوي کسان د القاعده ، طالبانو او نورو تروريستي ډلو پيژندل شوي افراد دي.
دغه راز دغه سناتور ټينګار کړى دى چې ددغه شان بريدونو په بهيرکې ملکي وګړو ته هم زيان رسيدلى دى.
يوشمېرامريکايي سناتوران اوپوځي جنرالان د القاعده او طالبانو د مشرانو دښکارلپاره  د بې پيلوټه الوتکو بريدونه اغيزمنه لاره بللې ده او په وروستيو کلونو کې يې له دغو الوتکو څخه استفاده زياته کړې ده.
په داسې حال کې چې دغه سناتور د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې  د ٤٧٠٠ تنو د وژل کيدو ادعا کوي؛ د انګلستان يوتحقيقي موسسه وايي چې له ٢٠٠٤ ميلادي کال څخه تراوسه پورې، د بې پيلوټه الوتکو دعملياتو په بهيرکې کابو ٣٤٥٠ تنه وژل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته