امنیت

دپوليسو يو افسر په بغلان ولايت کې شهيد شو

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دعامه نظم يو افسر تيره شپه په بغلان ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا شهيد شو .
د بنو اندراب ولسوال عبدالولي حميدي باخترآژانس ته وويل: دغه افسر دناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ددغې ولسوالۍ د بنو په کلي کې په ډزو سره شهيد کړى شو .
حميدي زياته کړه: ددغې وژنه اصلي علت تراوسه پورې روښانه نه دى، خو عيني شاهدان وايي چې دپوليسو  دغه افسر د وسله والو طالبانو له خوا شهيد کړى شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته