کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۱۸مه
شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه بريد وشو .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: پر دغو وسله والو طالبانو د ماين ښخولو او د نورو ډار اچوونکو فعاليتونو په وخت کې بريد وشو .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ