شهرجلال آباد باختر دغويي دمياشتې ١٤ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې درې مهم غړي ونيول شول.
درې تنه ډاراچوونکي پرون په جلال آباد ښارکې د امنيتي مامورانو له خوا ونيول شول .
د ننګرهارد والي وياند عطاءالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛دغو ډاراچوونکو په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې د وسله والو طالبانو په ډله کې په غړيتوب او په ننګرهار ولايت کې په لسګونو تروريستي پېښو کې په خپل ګډون اعتراف کړى دى. پاى ذکرالله