امنیت

يو تن چې دځانمرګي بريد لپاره ګومارل شوى و په فارياب ولايت کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شو.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي١٩:

يوځانمرګي بريدکوونکي نن په فارياب ولايت کې دملي امنيت ځواکونو ته تسليم شو.

دفارياب ولايت دملي امنيت رييس باختراژانس ته وويل دالمار ولسوالۍ دابويز دکلي اصلي اوسيدونکي سيديوسف  چې دطالبانو له خوا ګومارل شوي و چې دناټو دځواکونو اودامنيتي ځواکونو دوسايطو په وړاندي ځانمرګي بريد وکړي  له خپل دغه عمل څخه لاس واخيست او په چاوديدونکو توکو ډک واسکټ سره  دغه رياست ته تسليم شو .

سيديوسف ويلي دى زه په المار ولسوالۍ کې دطالبانو دقوماندان مولوي حبيب الله  په لارښوونه ددغه عمل ترسره کولو ته ګومارل شوي وم خوکله چې متوجه شوم چې دا کار څومره وحشيانه اوبد عمل دى ورڅه مې لاس واخيست او تسليم شوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته