امنیت

په لوګر کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

پل علم باختر د لیندۍ ۴ مه
د لوګر ولایت د پل علم ښار اړوند د میدانک په سیمه کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور له دولت ضد ډلو سره د اړیکو په تور ژوندي نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د صفر-۱قطعې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته د خبر پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې په ترسره شویو عملیاتوکې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته