ورزش

تر١٩ کلنو کم عمره افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

کابل/ د مرغومي ٥ مه / باختر:
د افغانستان د کرکټ تر١٩کلنوکم عمره لوبډلې په اسيايي جام کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په لوى توپير ماتې ورکړه.
افغانستان په خپل بيټينګ سره سيالې لوبډلې ته د ١٩٦ منډو هدف وټاکه خو د اماراتو ټول لوبغاړي په ١٥م آور کې وسوځېدل او يوازې ٥٤ منډې يې جوړې کړې.
له دې سره افغان لوبډلې په ١٤١ منډو برياخپله کړه چې په دې جام کې يې لومړنۍ بريا ده.
د افغانستان تر١٩ کلنو کم عمره لوبډله بل سبا له هند سره لوبه کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته