-کابل باختر د غبرګولې دريمه :
په بغلان ولايت کې يوسړى دوژنې په تور ونيول شول . په دغه سړي تور لګول شوى دى چې پرون يې دده صلاح په ولسوالۍ کې له خپلو ګاونډيانو سره له ناندرو وروسته په هغوى ډزې وکړې ، داسې ډزې چې له امله يې يو کليوالي اوسيدونکى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه تښتېدلى سړى دامنيتي مامورينو له خوا دسيمې دخلکو په همکارى دپل حصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو .
دبغلان ولايت دپل حصار ولسوال شمس الدين سرحدي باختراژانس ته وويل چې نيول شوي سړي په خپل جرم اعتراف کړى دى .
ختم+_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ