کابل باختر د کب اتمه :
دملي دفاع وزارت دملکي وګړو دتګ راتګ په درواز ه کې دننني ځانمرګي بريد له امله دولس تنه شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول .
دکورنيو چارو وزارت دوياندمرستيال ډاکتر نجيب الله دانش ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې پيښې زياتره شهيدان ملکي وګړي و ، او په قربانيانو کې ښځې هم شاملې دي .
دده دڅرګندونوله مخې ، په دې پيښه کې اووه تنه ملکي وګړي اويو پوځي ټپيان شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ