امنیت

١٧ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

-کابل/ دمرغومي ٥مه/ باختر:
  ١٧ وسله وال طالبان پرون او تېره شپه په غزني کې ووژل شول .
د  ٢٠٣ تندرقول اردو دمطبوعاتي دفتر سرپرست  ايمل مومند باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دغزني دده يک، اب  بند او ګيلان په ولسواليو کې ددفاعي او امنيتي  ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
مومند زياته کړه  چې په دغوعملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او دهغوى يوفولدر موټر او دوه موټرسايکلونه ويجاړ شول .
هغه زياته کړه چې  دغه راز دملي اردو  يوسرتيرى شهيد  شو اودرې تنه نور سرتيري ټپيان شول .
ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته