نړۍ

په پاکستان کې دځانمرګي بريد له امله څه ناڅه ٢٦ تنه ووژل شول .

لاهور باختر د زمري  دريمه :
دپاکستان په لاهور ښار کې دځانمرګي بريد له امله څه ناڅه  ٢٦ تنه ووژل شول او ٥٢ تنه نور ټپيان شول .
درويترز دخبري اژانس دخبرله مخې، يوه ځانمرګي بمي يرغلګر پرون دلاهور ښار په مرکز کې د ځان په چولو سره څه ناڅه ٢٦ تنه ووژل چې زياتره يې دپوليسو ځواکونه وو په دې بريد کې  ٥٢ تنه نور ټپيان شوي دي .
  په پاکستان کې دطالبانو څانګى  ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .
دپاکستان ديوه مقام دڅرګندونوله مخې ددوشنبې دورځې ځانمرګي  بريد دلاهور ښار په مرکز کې ددغه ښار د تکنالوژى  پارک ته څيرمه وشو او زياته مرګ ژوبله  يې اړولې ده اوزياترو ويجاړو شوي موټرسايکونودبريد په قربانيانو پورې اړه درلود .
دلاهور دپوليسو دعملياتو  رييس حيدر اشرف رويترز  ته وويل: دپوليسو څيړنې دې نتيجې ته رسيدلي دي چې ځانمرګي بمي بريدګر په داسې حال کې چې په موټر سايکل سپور وو دپلټنې په پوستې بريد وکړ او ځان يې وچاوه خو دپاکستان دجيونيوز خبرى سايت  داستخباراتي  سرچينو له خولې ليکلي دي  چې ځانمرګي بريدګر په  يوه ريکشا سپور وو او دګجوي  ماتاله ښار څخه د پيښې ځاى دسبو مندوى کوټ لخچت روان وو او ځان يې وچاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته