امنیت

ایران پر شاهین قول اردو برید کرغېړن ترهګریزعمل وباله

کابل_باختر د غويي د مياشتې٣ مه
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا دبیرعلي شخاني، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د ټلیفوني مکالیمې پرمهال، وړمه ورځ پر ٢٠٩شاهین قول اردو، د ترهګرو هغه برید په سختو ټکو وغانده چې له امله یې د افغان ملي اردو سرتېري او افسران د مبارکې جمعې ورځې د لمانځه د ادا کولو پر مهال شهیدان او ټپيان شول.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
‏‎د ایران د ملي امنیت شورا دبیر د دې پېښې له امله د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، د دولت مشرتابه او خلکو ته د خپل ملت او دولت په استازیتوب د ژور تسلیت مراتب وړاندې کړل او یو ځل بیا یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډو سیمه ییزو ګټو د خوندي کولو په موخه له افغان دولت سره د خپل هېواد پر یووالي او ژمنتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکارمحمد حنیف اتمر، د ایران د اسلامي جمهوریت له خواخوږۍ او ډاډګېرنې مننه وکړه او له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه یې د سیمې د هېوادونو اړتیا وبلله.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، پر ۲۰۹شاهین قول اردو د برید په اړه وویل، چې امنیتي ځواکونه به له دښمن د دې ډارن عمل غچ واخلي او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې پر بې پامۍ او له دښمن سره پر یو لاسۍ ګرم کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته