امنیت

په غورکې د طالبانو د یوه سرګروپ وژل کېدل

کابلباختر د چنګاښ ١۹مه
د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان پرون په غورکې د هوایي ځواکونو په برید کې ووژل شو.
د غور والي غلام ناصر خاضع د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د طالبانو د سره قطعې قوماندان مولوي ظریف د غور په تولک ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شو.
خاضع زیاته کړه: مولوي ظریف زیاتره په غورکې په هغو جنایتونوکې چې طالبانو ترسره کول، لاس درلود.
د یو بل خبر له مخې:
طالبانو، د پولیسو یو سرتېری پرون د دولینه ولسوالۍ په تره بولاغ سیمه کې وتښتاوه او وروسته یې شهید کړ.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته