نړۍ

دپاکستان دقضائيه قوې نوى رييس وټاکل شو .

اسلام آباد   ايرنا  باختر دليندۍ دمياشتې ٧
دپاکستان صدراعظم نواز شريف نن  ددغه هيواد ډير ستر قاضي دپاکستان دسترې  محکمې  دنوي رييس په توګه منسوب کړ.
دپاکستان ددولتي  رسنيو دخبرله مخې :  ټاکل شوې ده  قاضي تصدق حسين جيلاني  چې ددغه  هيواد دانتخاباتو دکميسيون  مرستيال و، دليندۍ دمياشتې په  ٢١ نيټه دوفا دارۍ لوړه وکړي .
دپاکستان دسترې محکمې اوسني رييس  قاضي افتخارمحمد چودري به  دليندۍ دمياشتې په  ٢١ نيټه  تقاعد وکړي.
دپاکستان دعدليې اوقانون  دوزارت مرستيال ظفرالله  هم ويلي دي چې دهيواد دقضائيه قوې دنوي رييس دانتخاب په باب ددولت رسمي ابلاغيه سترې محکمې ته  ليږل شوې ده .
په همدې حال کې  دپاکستان حکومت ددغه هيواد ددفاع  او دعدليې  نوي وزيران هم انتخاب او معرفي کړي دي.
داوبو او انرژۍ  اوسنى وزير خواجا محمدآصف ددفاع دوزير په توګه او داطلاع رسولو اوسنى وزير  سناتور پرويز رشيد هم ددغه هيواد دعدليې دوزير په توګه ټاکل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته