امنیت

د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډې پرون مازدیګر د فاریاب، جوزجان، بغلان، نورستان، کابل، روزګان او فراه ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د دغو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه له هړاخیز بحث وروسته، د امنیتي حالت د ښه والي لپاره مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز د راتلوونکو دریو میاشتو پر احتمالي ګواښونو غور وشو او غونډې د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په لازمو تدابېرو او تیاریو د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي.
د غونډې په دوام د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک د وږي میاشتې د ۱۷ او ۱۸ نېټې د پېښو په اړه چې د وسله والو د ډزو له امله یو شمېر کابل  ښاریان زیانمن شول، راپور ورکړ.
هغه وویل، یو شمېر کسان نېول شوي او د زیاتو څېړنو لپاره لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
غونډې پرېکړه وکړه، هغه کسان چې د وږي دمیاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه یې وسله پورته کړې او د عامه نظم د اخلال ترڅنګ د عامو وګړو د ځورونې لامل شوي، باید جدي څېړنې ورڅخه وشي او قانون ورباندې تطبیق شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته