ټولنه

د کثافاتو په مديريت اقدام کېږي

کابل باختر د کب د مياشتې ۱ نېټه
کابل باختر د کب لومړى :
کابل ښاروالۍ په ښارکې د کثافاتو د اغېزمن مديريت په باب د پوهاوي ورکولو پروګرام پيل کړى دى .
د باختر اژانس دخبريال دخبرله مخې:
د کابل ښاروالۍ د تنظيف رييس بهزاد غياثي وويل: دا لومړنى ګام دى چې د کثافاتو د مديريت په لور اخيستل شوى دى.
ده زياته کړه: که چيرې وغواړو ښه مديريت ولرو؛ بايد بدلون  له خپل کور څخه  پيل کړو. له همدې امله کابل ښاروالۍ له يوې مياشتې راپدېخوا د هبيتات دفتر په مرسته د پوهاوى ورکولو پروګرام د شپږو مياشتو لپاره پيل کړى او د پوهاوي ورکولو پوسټرونه کور په کور ويشي.
بهزاد زياته کړه چې د پوهاوي ورکولو په پوسټرونوکې د وچ او لانده کثافاتو د جلا کولو په باب خلکو ته پوهاوي ورکول کېږي او ټاکل شوې ده کابل ښاروالۍ په راتلوونکې کې د کثافاتو د جلا کولو پروګرام پيل کړي. له همدې امله يې د پوهاوي ورکولو پروګرام پيل کړی دى چې په دې ډول هغه کثافات چې بيا جوړيږي؛ له لانده کثافاتو څخه  جلا کېږي، يوه برخه يې ښخول کېږي او بله برخه يې د بيا جوړولو لپاره فابريکې ته لېږدول کېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته