امنیت

د ډار اچوونکو له شتون څخه دجلال اباد _ تورخم دلويې لارې دپاکولو دعملياتو دوام .

کابل باختر دچنګاش  ٣١نيټه
په داسې حال کې چې دجلال ابا د_ تورخم  په لويه لاره کې د ډار اچوونکو دله منځه وړلو په موخه پوځي عمليات دوام لري 
ددغو پوځي عملياتو دترسره کولو هدف د ډار اچوونکو له شتون څخه ددغې لويې لارې  پاکول او د ډار اچوونکوبريدونو دکچې کمښت بلل شوى دى .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې  د جلال اباد – تورخم  دلويې لارې ددواړو خواو  په لسګونو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه  پاک شوي دي
په دغو عملياتو کې دملي اردو او ملي پوليسو په سلګونو تنو ځواکونو ګډون کړى دى .
دغه عمليات  د دغې لويې لارې په دواړو خواو کې  دکلي په کلي پلټنې په ډول ترسره کېږي . 
دننګرهار دوالي وياند وايي  چې تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهير کې  دطالبانو او پوځيانو ترمنځ  جګړه رامنځته شوې ده چې  له امله يې  په لسګونه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
  دننګرهار پوځي مقامات وايي  چې دغه عمليات  به دجلال اباد _ تورخم دلويې لارې تر بشپړ پاکولو پورې  دوام وکړي .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته