کابل / د سلواغی / ۲۱ / باختر
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د آسیا د مرکز په سیالیو کې د واکمنۍ شتون لپاره چمتوالی نیسي.
دغه سیالۍ تردوو نورو ورځو پورې د قرغزستان په کوربه توب ترسره کېږي.
په دغو سیالیوکې افغانستان ، قرغزستان ، تاجکستان ، ایران اوازبکستان شتون لري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د افغانستان ملي ټيم په دغو نړیوالو سیالیو کې د واکمن شتون په خاطرمخکې خپل تمرینونه پیل کړي دي.
دملي پوشانو ټیم خپل وروستۍ تمرینونه د آسیا مرکز د فوټسال د سیالیو له پیل مخکې نن په قرغزستان کې ترسره کړل.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په آسیايي لوبو کې خپله لومړۍ لوبه له ایران سره په واکمنۍ سره ترسره کوي.
ع