کابل باختر د کب ديارلسمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم نن داستراليا دکرکټ له ملي ټيم سره لوبه کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې په استراليا او نوي زيلاند کې دکرکټ دنړيوال جام دسياليو په دوام دافغانستان دکرکټ ملي ټيم خپله څلورمه لوبه داستراليا دکرکټ له ملي ټيم سره چې يونوى ټيم دى ترسره کوي .
دغه لوبه دافغانستان په وخت نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو په استراليا کې پيليږي .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په دريو لوبو سره چې تراوسه پورې يې ترسره کړې ده يوه لوبه يې ګټلې او دوه لوبې يې بايللې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ