امنیت

دوڅلويښت غير قانوني زغره والې واسطې کشف شوې

کابل باختر د تلي  دويمه :
دوه څلويښت غير قانوني زغره وال موټرونه په کابل ښارکې کشف شول .
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکي دي: د ملي امنيت د لوى رياست موظُينو يوه جعلکار او استفاده غوښتوونکې شبکه د کابل ولايت په مربوطاتوکې چې دوه څلويښت ډول ډول زغره وال موټرونه يې دګمرکي پړاونو له بشپړولو پرته په غير قانوني ډول هيواد ته وارد او د دغو وسايطو ته يې جعلي سندونه او جواز سير برابرول؛ کشف او ضبط کړل .
خبرځاى زياتوي: له دغې شبکې څخه ١١٥جعلي جواز سيرونه هم ترلاسه شوي دي. دغه شبکه په غير قانوني کار سره د نقليه وسايطو په زغره وال کولوکې هم لاس لري.
دغه دوسيه د زياتو حقيقاتو په خاطر لوى څارنوالۍ ته سپارل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته