امنیت

طالبان له چاردرې څخه وتښتيدل

کابل باخترغوايي دمياشتې   ١ :
دکندز ولايت د چاردرې په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې درې کلي نن د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرورحسيني د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات تېره شپه د ګډو امنيتي ځواکونوله خوا د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې د وسايطوضد لس ماينونه او د درندو او سپکو وسلو يوه اندازه مهمات د امنيتي ځواکونولاسته ورغلل.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغوعملياتوپه بهيرکې امنيتي ځواکونه له هيڅ راز مقاومت سره نه دي مخامخ شوي او وسله  وال طالبان د چاردرې ولسوالۍ د حاجي امان الله، ځدران او د عيسى خيلو له کليو څخه تښتيدلي دي او دغه کلي د وسله والو طالبان له شتون څخه پاک شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته