اقتصاد

د روزګان والي: په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه ځوانان بې دندو دي

ترینکوټ باختر  د مرغومې ۲ مه
د رزګان والي وايي،په دغه ولایت کې د بې کارۍ کچه د پخوا په پرتله ۷۰ سلنه لوړ شوې.
والي اسدالله سعید چې د حرفوي زده کړو په یو فراغت غوڼده کې یې خبر کولې د ځوانانو د بې  کارۍ په اړه يې اندیښنه وښوده
هغه وویل چې په دغه ولایت کې د بې  کارۍ لامل جګړه ده چې کرنه يې زیانمنه کړې او ملي سوداګر هم زړه نه ښه کوي چې پانګونه وکړي.
داپه داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې ۲۵۰ تنه له حرفوي زده
کړوڅخه فارغ شول چې ۱۰۰تنه يې ښځې وې.
د کار اوټولنیزوچارو رئیس فضل محمد حقبین د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغو کسانو د شپږو میاشتو په اوږدو کې په لسو  بېلابېلو  برخو کې حرفوي زده کړې وکړې.
په ورته وخت کې له حرفوي زده کړو څخه فارغ شوي کسان که څه هم خوښ برېښي،خو له دولت څخه غوښتنه کوي چې نورو ځوانانو ته هم د ورته زده کړو زمینه برابره کړي.
دوی وايي، که دولت غواړي د جګړي ګراف راټیټ اویاهم په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر راکم کړي، نو ځوانانوته دې دکار زمینه برابره کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته