سیاست

افغانستان، چین او پاکستان د سیمې په نښلېدو او زېربنا بحث وکړ

کابل باخترد غبرګولي  اوومه
د سیمې د نښلېدو او زېربنا په تړاو د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د عملي خبرو لومړۍ ناسته د غبرګولې میاشتې په ۶ مه نېټه په پکن ښار کې تر سره شوه. په دې ناسته کې د درې واړه اړخونو تر منځ د سیمې د نښلېدو لپاره په بېلابېلو سیمو کې د زېربنایي پروژو په تمرکز، د متقابلو ګټو په دودولو، د یوه کمربند/یوې لارې (OBOR) طرحې په چوکاټ کې د سیمې په اقتصادي یووالي خبرې اترې وشوې.
یاده ناسته د مالیې وزارت لوی سلاکار ښاغلي خالد پاینده ، د چین د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو لوی رئیس ښاغلي شیائو کیان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي منصور احمد خان په ګډه مشرۍ تر سره شوه.
افغان دولت په دې برخه کې د نښلېدو څو کلیدي پروژې، لکه د سړک او اوسپنیزې پټلۍ د سکټور تر څنګ د اوبو او لمریزي انرژۍ پروژې وړاندیز کړې. افغان پلاوي په اقتصادي همکارۍ په ځانګړي توګه سیمه ایزه نښلونه ټینګار وکړ، چې له اقتصادي ظرفیت څخه ګټه پورته او په سیمه یې د سولې او سوکالۍ اغېز ریښتینی شي. په دې سره به د افغانستان راتلونکي جغرافیایي ګټې د سیمې په یووالي کې څرګندې شي.
درې واړه اړخونو په دې پرېکړه وکړه چې افغانستان، چین او پاکستان د یوه کمربند/ یوې لارې ( OBOR )  طرحې له لارې عملي همکاري به په راروانه ناسته چې په کابل کې جوړیږي په منظمه توګه تر سره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته