کابل باختردزمري دري ويشتمه :
په پکتيکا ولايت کې نن د وسله والوطالبانو لهخوا دهاوان د ماين دلګيدو له امله دوه ښځې او يو ماشوم شهيدان شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا د عامه چارو آمرجګړن محمدشريف باختر آژانس ته وويل : د هاوان يو ماين چې د طالبانو له خوا توغول شوى و دخيرکوټ ولسوالۍ په سه ګانه کلي کې داستوګنې په يو کور ولګيد چې د دوو ښځو او يو ماشوم د شهادت سبب شو او په دې پيښه کې دغه کور هم ويجاړ شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ