ټولنه

د سمنګانو بڼوالو ته د بڼوالى د نويو سيستمونوپه باب زده کړه ورکول کيږي

کابل باختر دسلواغې  لومړي :
د سمنګانو ولايت بڼوالو ته د هغو بڼوالو له خوا چې پخوايې د نوي سيستمونو په باب زده کړې کړې دي؛ په عملي او نظري ډول لوست ورکول کيږي .
په سمنګانو ولايت کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالى او مالدارۍ د ملي پروژې ولايتي مسوول عبدالمجيدخيرخواه د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه روزنيز پروګرام د سمنګانو ولايت په مرکز او شپږ ولسواليوکې پيل شوى دى  او ټاکل شوى ده د يو کال په بهيرکې څه ناڅه څلور زرو تنو بڼوالو ته د بڼوالى  نوي سيستمونه وښودل شي .
د ده دڅرګندونوله مخې: په دغه روزنيز پروګرام کې د نيالګيو د ايښودلو، د ونو د څانګو د غوڅولو، د حاصلاتو دټولولو ددرملو دشيندلواو نور مواردشامل دي.
  دا په داسې حال کې ده چې په تيرو اتوکلونوکې په سمنګانوکې د ميوو په   زرګونو بڼونه جوړ شوي دي او دغه راز په سلګونو پخواني بڼونه چې د بېلابېلو عواملوله امله زيانمن شوي و؛ د بڼوالى د ملي پروژې دکارکوونکو له خوا بيا احيا کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته