امنیت

په بلخ کې ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول

کابل / د وږي ۲۹ مه / باختر
د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبر ورکړی چې د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۵ وسله  وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل  شوي دي.
له ۲۰۹ شاهین قول اردو  څخه  په خپره شوې خبرپاڼه  کې ویل شوي چې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې د وسله والو طالبانو د ماینونو یو ماهر نورو طالبانو ته د ماین جوړونې  په برخه کې زده کړه ورکوله.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په چاودنه کې د ماین جوړونې د ماهر په ګډون ۱۵ طالبان وژل  شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته