امنیت

اته وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل / دسلواغې ١٩مه / باختر :
اته وسله وال طالبان په قندهار کې دملي اردو  دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول .
دغه عملياتو کې چې تېره شپه  دميوند ولسوالۍ بازار ته څېرمه دطالبانو په يو پټنځي ترسره شول  دوه وسله وال طالبان ونيول شول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  وايي  چې په دغو عملياتو کې  دوسله والو طالبانو يو پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه وړل شوى دى .
دغه قول اردو تاييدوي  چې دملي اردو دحانګړو ځواکونو په دغو عملياتوکې اته وسله وال طالبان ووژل شول ، ٦ ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دغه طالبان په خپل پټنځي کې دډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولو بوخت و ،چې پرې بريد وشو .
ديوبل خبرله مخې ، پوليسو دقندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٠ ماينونوپه کشفولوسره ديولړ چاودنومخه ونيوله .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته