کابل / باختر د لړم د مياشتې ٥ :
د هلمند ولايت يوشمېر قومي مشرانو او د خلکــــو استازو د کورنيـــو چارو له وزيرسره په کتنه کې د دغه ولايت د امنيتي حالت او ستونزو په باب معلومات وړاندې کړل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هلمند ولايت قومي مشرانو او استازو وويل چې تروريستي ډلې او وسله وال مخالفين د دغه ولايت په نسبت ستراتيژيکي نظر لري او تل يې هلې ځلې کړې دي چې په دغه ولايت کې امنيتي حالت بې ثباته کړي.
دوى د کورنيو چاروله وزير نورالحق علومي څخه وغوښتل چې د امنيتي ځواکونو شمېر زيات کړي.
د کورنيو چارو وزير د امنيت په تامينولوکې د خلکو رول ارزښتناک وباله او ويې ويل چې د کورنيو چارو وزارت د هلمند ولايت بدلونونه له نږدې څاري او په دغه ولايت کې د امنيت د لاښه تامينولو په مقصدپروګـــــرامونه ترلاس لاندې لري
0 1 دقیقه لوستل