امنیت

د خوست ولايت د دوه منده ولسوالۍ ښاروال شهيدکړاى شو

کابلباختر دسرطان ٣٠
دخوست ولايت د دوه منده ولسوالۍ ښاروال نن د وسله والو طالبانو د بريد له امله شهيدکړاى شو.
په دې پيښه کې د دغه ښاروال د ورورپنځه تنه ساتوونکي چې ددغه ولايت د سپيرې ولسوالۍ ولسوال دى؛ هم شهيدان شوي دي.
پيښه نن سهار د شپږو بجو په شاو خواکې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د خوست ولايت دسپيرې ولسوالۍ د ولسوال محمدعظيم په کور بريد وکړ.
دخوست د والي ويندوى مبارزځدران باخترآژانس ته وويل چې په دې بريدکې د دوه منده ولسوالۍ ښاروال محمدخليل ځدراڼ د سپيرې ولسوالۍ د ولسوال محمدعظيم له پنځو تنو ساتوونکو سره ووژل شو.
ويل کيږي چې ددغه بريد په بهيرکې وسله والوطالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې لا تر اوسه پورې نه دى څرګند شوى.
د خوست د والى ويندوى وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول و بلل او وې ويل چې امنيتي مامورينو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره دپلټنې عمليات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته