سیاست

انجنيرمحمدخان او ورسره پلاوي د سترجنرال کشمیرخان په فاتحه کې ګډون وکړ

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٧ مه
د اجرائیه ریاست د لومړی مرستیال ترمشرۍ لاندی یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي
په کونړ ولایت کې د حزب اسلامي افغانستان د مشهور قوماندان سترجنرال کشمیر
خان په فاتحه کې ګډون وکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمدخان وویل چې ولسمشر
ډاکټر اشرف غنی او ا جرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د کشمیرخان په مړینه سخت
خواشیني دي او دواړو په استازیتوب خپل د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د
کونړمجاهد ولس او ارواښاد سترجنرال کشمیرخان له کورنۍ سره شریکوي.
انجنیر محمدخان وویل چې کشمیر ددې سره چې له حکومت سره په مخالفت کې ؤ
ولې په خپله سیمه کې د بیا رغونې، تعلیم اوتربیې، روغتیايې مرکزونو په
جوړولو، دعام المنفعه پروژو په جوړولوکې او همدارنګه د دولتي کارکوونکيو
دامنیت په ټینګښت کې ډیرې هڅې کولې او دايې یو آرمان ؤ چې افغانستان کې
جګړه بنده او دایمې سوله راشي.
هغه وویل چې دا دحکومت ناتواني وه چې د جهاد د دورې د سترجنرال کشمیرخان
اوږدې مریضۍ په تداوۍ کې يې هیڅ ونه کړل او د ژوند تروروستیو شیبو پورې
سخته مریضې لرله.
لومړی مرستیال وویل چې کشمیر د جهاد او هجرت پرمهال د اسلامی نظام د
ټینګښت اوپه افغانستان کې د یو باثباته او په خپلو پښو ولاړ اسلامي نظام
غوښتونکی ؤ.
د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال په وینا، کشمیرخان یوازې کونړ پورې تړاو
نه درلود بلکې کشمیرخان داسې یو مبارز اومجاهد شخصیت وو چې د ماشومتوب له
دورې څخه يې نیولې بیا د مقدس جهاد او بلاخره تر نن پورې د ټول افغانستان
په سطحه د اسلامي نظام غوښتونکی ؤ.
انجنیرمحمدخان زیاته کړه، د کونړمجاهد ولس او بلاخره ټول افغان ولس
باید د کشمیرمیړانه قهرماني او دهغه شجاعت هیر نه کړي ځکه چې کشمیرخان
داسې یو شخصیت وو چې د افغانستان په هیڅ کوم ښارکې يې نه کومه سرمایه
پريښوده او نه يې کومه بنګه .
د سولې د عالي شورا پخواني مرستیال او ننګرهارپخواني والي مولوي عطاالله
لودین هم د سترجنرال کمشیرخان په فاتحه کې د هغه د شجاعت فداکارۍ او
تقوا په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې متاسفانه چې کشمیرخان چې د
کوم څه په آرمان کې وو هغه ترسره نه شول.
لودین زیاته کړه: د سترجنرال کشمیر خان آرمان دا و چې افغانستان کې یو
داسې اسلامي نظام د مجاهدینو په لاس جوړ شي چې ټوله نړۍ کې يې بېلګه نه
وي.
لودین وویل چې د هغه هدف خاص او خاص د الله رضا وه نه يې کومه سرمایه
پریښوده اونه يې کوم کور.
په فاتحه کې د ولسمشر سلاکار الحاج دین محمد هم د سترجنرال کشمیر خان په
کارنامو خبرې وکړې او دهغه مړینه يې یوه نه جبره کیدونکي ضایعه وبلله.
حاجی دین محمد زیاته کړه چې کشمیر خان د افغانستان د جهاد د سپیڅلو
مجاهدینو له جملې څخه وو چې ترآخره يې د افغانستان د نیکمرغۍ او آبادۍ
لپاره داسې مبارزه وکړه چې بېلګې به يې ډیرې کمې وي.
د پکتیا پخواني والي سترجنرال جمعه خان همدرد وویل چې ډیر خفه ده دی چې د
سنګر داسې ملګری يې نن له څنګه نشته چې په جهاد، دعوت اومبارزه کې يې
جوړه نه وه.
د فاتحې په پای کې د کونړونو ولایت ټولو مشرانو په یوه خوله د ملي وحدت د
حکومت د اجرائيه ریاست له لومړي مرستیال څخه غوښتنه وکړه چې د سترجنرال
کشمیر خان د کارنامو او یاد دتل ساتنې په خاطر دې په اسعد آباد کې یاکوم
پوهنتون اویاهم درالعلوم اویاهم کومه بله علمي اداره د سترجنرال کشمیرخان
په نوم ونومول شي، چې د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال لخوا ورته ډاډ
ورکړل شو چې دوی به د کونړ دخلکو غوښتنه ډیر ژرعملي کړي.
د کشمیرخان فاتحه چې د کونړ ولایت د مرکز د اسعد اباد ښار دامنیې
قوماندانۍ په جامع جومات کې د کونړ ولایتي ادارې، د کونړ د ولسونو او د
ارواښاد سترجنرال کشمیر خان د کورنۍ لخوا په داسې حال کې واخیستل شوه چې د
هېواد له بیلابیلو ولایتونو څخه د سلګونو کسانو په ګدون پکې ګڼ شمېر دولتي
چارواکو برخه اخیستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته