خبرونهاقتصادټولنه

په دایکنډي کې د ۱۹ کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د غبرګولي ۶ مه، باختر

د دایکنډي د اشترلي ولسوالۍ مسوولینو په یاد ولایت کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۱۹ کیلومتره سړک د جوړېدو خبرورکړی دی.

د یاد ولایت د اشترلي ولسوال مولوي عبدالسلام مزمل د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه سړک د ۱۹ کیلومترو په اوږدوالی او ۵ مترو په سور سره له دهن ګردیش کلي څخه تر خدیر قلعه پورې د خلکو په مالي ملاتړ او د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ د یو میلیون ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړشوی، چې د یو شمېر دولتي چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده، چې تېرکال هم د یادې سیمې اوسېدونکو له لوري د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ یو سړک چې اشترلي ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي رغول شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته